امنیت

ټول امنیتي ځواکونه باید د ملکي تلفاتو مخنیوي ته ژمن و اوسي

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٣
امنیتي ځواکونه باید د ملکي خلکو د سر او مال ساتلو ته ژمن اوسي، څو ملکي تلفات رامنځته نشي.
دا څرګندونې نن د ميدان وردګو والي حیات الله حیات په داسې حال کې چې یوشمېر امنیتي مسوولینو او د یوناما استازو پکې ګډون درلود، د ولایت په امنیتي غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د تیرې اوونۍ د ترسره شويو کارونو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل شول او هم پر یو شمېر مهمو مسایلو پریکړې وشوې.
په دې غونډه کې دغه راز د ملکي تلفاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او ټینګار وشوچې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو د رامنځته کیدو لامل نشي.
د میدان وردګو والي وویل چې ټول امنیتي ځواکونه د ولسونو د سر او مال ساتنې دندې ته ژمن دي او زیاته یې کړه چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
حیات وویل چې امنیتي ځواکونه نه غواړي ملکي تلفات رامنځته شي؛ ځکه خپله دنده له قانون سره سمه د اصولو له مخې ترسره کوي.
په امنیتي غونډه کې د یوناما استازو د ملکي تلفاتو په اړه خپل معلومات شریک کړل او ټینګار یې وکړچې د جګړه ښکیلې غاړې باید د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز په دې غونډې کې د ولایتي شورا رییس اختر محمد طاهري خبرې وکړې او وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل ولس ساتوونکي دي او هېڅکله به هم په قصدي ‌ډول د ملکي تلفات رامنځته کیدو لامل نشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته