ټولې نړۍ ته دلمر له انرژۍ څخه د لومړۍ ځل لپاره سفر پيل شو

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
هغه  الوتکه چې  يوازې  د لمر په انرژۍ سره کار کوي  ټولې نړۍ  ته  يې  خپل   
لومړنۍ سفر  پرون پيل کړ.
باختر آژانس د نړيوالو خبرځايونوله  خولې  خبر راکړ   چې دغه  الوتکه   د  جان اف کندي له هوايي ډګر څخه والوته  او ټاکل شوې ده  له  ٩٠ ساعتونو الوتنې وروسته  دپيلوټ د بدلولو لپاره  د  ١٥  ځلې تم کيدو  وروسته خپل  هدف  ته ورسيږي.
دغه  يوه کسيزه  الوتکه  څه  د پاسه ١٧ زره دلول  د لمر انرژۍ  څخه په خپلو وزرونو کې  ځاى پرځاى کوي  چې ددغې الوتکې دڅلورو ماشينونو  انرژۍ تامينوي .
ديادونې وړ ده   چې دوه سويسي پيلوټان  په دغه سفرکې ددغې الوتکې دالوتنې  مسووليت په غاړه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته