خبرونهنړۍ

ټرمپ په غزه کې د جګړې د درولو ژمنه کړې

نړۍ، د غبرګولي ۱۴ مه، بهرنۍ سنۍ 

ټولنیزو رسنیو کې د ازادو سیالیو د مشهور مسلمان روسي لوبغاړي حبیب نورمحمدوف او د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ د کتنې او خبرو یوه ویډیو خپره شوې، چې ټرمپ په کې د خپلې بریا په صورت کې د غزې د جګړې  د پای ته رسولو ژمنه کړې.

ټرمپ دغه ژمنه د محمدوف د خبرې په ځواب کې کړې، چې ویلي یې دي، ته کولی شې د غزې جګړه پای ته ورسوې.

دغه ویډیو د امریکا په نیوجیرسي ښار کې د ازادو سیالیو د یو بل لوبغاړي اسلام ماخاچف او امریکایي داستین پویریر ترمنځ د لوبې پر مهال ثبت شوې ده.

دغې سیالۍ کې مسلمان اسلام ماخاچف بریا ترلاسه کړه.

ټرمپ دغه ژمنه په داسې مهال کړې، چې بایډن په غزه کې د اوربند طرحه وړاندې کړې او ښایي پایله هم ولري خو په عین حال کې بیا اسرایلو ته د جګړې د دوام په موخه وسلې او د بې ګناه فلسطینیانو د وژلو لپاره بمونه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته