ټرمپ په رسمي ډول د امریکا ۴۷م ولسمشر شو

نړۍ، د لړم ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته ترهغې چې د امریکا په مهم ایالت ویسکانسین کې د رایو شمېرنه پای ته ورسېده او ټرمپ وکولی شول په دغه ایالت کې ۱۰ نورې الکترال رایې ترلاسه او ټولټال ۲۷۷ رایې يې پوره کړې، نوموړي په رسمي ډول د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د دغه هېواد ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ولسمشر کېدو لپاره یو نوماند باید ۲۷۰ الکترال رایې ترلاسه کړې وای، چې د جمهوریت غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ وکولی شول دغه شمېر رایې ترلاسه او خپلې سیالې ډیموکراتې کاملا هارېس ته ماتې ورکړي.

ټاکل شوې د امریکا د قانون له مخې د ۲۰۲۵ زیږدیز کال د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه لوړه او دویم ځل لپاره د سپینې ماڼۍ واګې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته