ټرمپ له پوتین سره ټلفوني اړیکه نیولې

نړۍ، د لړم ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره ټلفوني اړیکه نیولې او د اوکراین په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د اړیکې پر مهال دواړو لوریو د راتلونکو خبرو اترو لپاره چمتوالی ښودلی.

یو بل کې خبر کې راغلي، چې لندن او پاریس روسیه کې دننه برید کولو ته لاره هواروي

ټلګراف ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د بریتانیا او فرانسې مشران ستارمر او ماکرون هڅه کوي، تر څو د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلې روانې ولسمشریزې دورې له پای ته رسېدو وړاندې روسیه کې دننه بریدونو کولو اوکراین ته پر اجازې ورکولو قانع کړي.

دغه خبر وروسته ترهغې خپرېږي، چې نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو ټټر وواهه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته