سیاست

ټاکنې د حکومت د ملي او سیاسي لومړیتوبو په سر کې دي

کابل باختر دغويي دمياشتې ٦نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوې او پکې       د ټاکنو د امنیت، د نوم لیکنې د مرکزونو او د تذکرو د وېش، د ټاکنو بهیر اړوند موادو د لېږد، د سیاسي ګوندونو د وړاندیزونو، عامه پوهاوي او په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو په ګومارنه  کې د شفافیت په اړه بحث او خبرې وشوې.
د جمهوررئيس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ ، په دې  غونډه کې جمهوررئیس غني، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکترعبدالله عبدالله په خپلوخبرو کې ټینګاروکړ، چې ټاکنې         د ملي یووالي حکومت د ملي او سیاسي لومړیتوبونو په سر کې ځای لري      او پر ټاکلي وخت به  وشي.
د غونډې ګډونوالو د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د ګډون ستاینه وکړه او  د ټولو امکاناتو، آسانتیاوو او د عامه پوهاوي پر چمتوالي یې ټینګار وکړ.
دغه رازدمرستندویه هېوادونواستازود نوم لیکنې په بهیرکې د پرمختګونو        د هرکلي ترڅنګ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر وخت ترسره کېدل وغوښتل.
د غونډې په پای کې جمهوررئیس غني وویل، له مشرانو، ملي او سیاسي شخصیتونو سره د ناستو لړۍ روانه ده چې له  دیني علماوو، د لوړو زده‌کړو بنسټونو، مدني ټولنې، رسینو او د ځوانونو شبکو له استازو سره به هم  خبرې وشي.
په دې  غونډه کې یو شمېر وزیرانو، لوړپورو دولتي مقاماتو، د سیاسي ګوندونو استازو، ځینو سفیرانو او د مرستندویه هېوادونو استازو هم ګډون کړی وو>
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته