خبرونهنړۍ

ټاکنو کې د ټرمپ بریا؛ امریکا له ناټو سازمان لاره بېلوي

نړۍ، د لېندۍ ۱۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

امریکایي مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ځلې بریا کولی شي له ناټو سازمان د امریکا متحده ایالاتو د وتلو لامل شي.

ورځپاڼې د ناټو سازمان د ځینو غړو هېوادونو د چارواکو او سیاستوالو هغې وړاندوینې ته په اشارې، چې ګواکې واک ته د ټرمپ بیا راتګ به له دغه سازمان څخه د امریکا د بېلېدو لامل شي.، لیکلي چې د ناټو سازمان ځینې هېوادونه د ټرمپ بیا راتګ ته اندېښمن دي.

ځینو پخوانیو امریکايي چارواکو ویلي، چې دا به تاریخ کې د دغه هېواد لویه ستراتیژیکه ماتې وي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې  راتلونکی کال ترسره کیږي او بایډن او ټرامپ یې مخکښ نوماندان بلل کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته