سیاست

ټاکنو ته د تیاریو په اړه د بحث دریمه غونډه هم جوړه شوه

کابل باختر د کب پنځمه
د ټاکنو د تیاریو په اړه د بحث دریمه غونډه پرون ماښام د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمیشنرانو په ګډون جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، پر جمهور رئیس سربېره د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د کابینې یو شمېر وزیرانو هم حضور درلود، په پیل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو د عملیاتي پلان، مهالوېش او خپلو کاري پړاونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه هغوی خپلې اړتیاوې چې د دولتي اجراتو اړوند کېږي د غونډې ګډونوالو سره شریکې کړې.
غونډې د هغوی د معلوماتو له اورېدلو وروسته پرېکړه وکړه چې د ټاکنیزو کمیسیونونو مسوولین دې د راتلونکې اوونۍ په  غونډه کې د خپل کاري پلان زیات جزئیات شریک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته