سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ټاپ او ټاپي پروژې، بهر ته د زرګونو افغان ځوانانو د تېښتې مخه نیسي

کابل، د وږي ۲۱ مه، باختر

تبصره

هېواد کې د اسلامي امارت له لوري ټینګ شوی امنیت د دې لامل شو، چې ډېری ملي او لویې پروژې د پلې کېدو وړ شي، چې د هغو له ډلې ټاپ او ټاپي پروژې دي، چې تازه د ترکمن او افغان لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوې.

دغه او دې ته ورته نورې پروژې د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري او کولی شي د اوږدې مودې لپاره د افغانستان لپاره د عاید یوه ښه سرچینه پاتې شي.

د ټاپي پروژې له لارې د دې ترڅنګ چې افغانانو ته په کلني ډول د حق العبور په ډول میلیونونه ډالر په لاس ورځي او دغه راز له اوبلن ګازو یې کار اخیستلی شي، زرګونو افغان کارګرانو ته په کې کار هم پیدا کېږي.

لکه څنګه چې د قوشتېپې کانال ملي پروژه کې زرګونه ځوانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت او له ګټې یې برخمن شول، دا په دې مانا ده، چې زرګونه افغان ځوانان بهرنیو هېوادونو ته له کډوالۍ، د نشه یي توکو له کارونې او نورو غیر قانوني کړنو منع شول، نو ویلی شو، د ټاپي او ټاپ پروژو له پلي کېدو سره به هم همدومره ځوانان بهرنیو هېوادونو ته په غیر قانوني لارو له کډوالۍ او نورو غیر قانوني کړنو منع شي.

که چېرې د قوشتېپې او ټاپي پروژو ته ورته نورې پروژې پلي شي، سلګونه زره نور ځوانان به په کار شي او د افغان کادرونو له وړتیاوو به په خپل هېواد کې کار واخیستل شي.

افغانستان د ځمکې پر مخ ډېر پیاوړی ستراتیژیک موقعیت لري او که د دې هېواد څېړونکو ته د ورته نورو پروژو د امکان د پیدا کولو دنده ور کول شي، باوري یم، چې افغانستان د لا نورو لویو او نړیوالو اقتصادي پروژو جوګه دی او کېدای شي په لنډ یا اوږد وخت کې د نړۍ په کچه پر یو لوی اقتصادي هېواد بدل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته