امنیت

٨٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ ٢٥: ٨٩ تنه ډار اچوونکي دامنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ووژل شول . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي . په تيرو ٢٤ ساعتو کې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ديارلس ګډ چاڼيز او يرغليز عمليات ، ٦٩ کوماندويي دندې او ديارلس هوايي ګوزارونه ددښمن په ځالو او دخلکو دسراو مال دساتنې او دډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره کړي او هوايي ځواکونو ١٢٥ الوتنې دملي اردو دځواکونو په ملاتړ ترسره کړي چې له امله يې ٨٩ تنه ډار اچوونکي وژل شوي ٦٠ تنه ټپيان او ٤ تنه نور نيول شوي دي . دغه عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، کاپيسا ، غزني ، خوست ، ميدان وردګو ، روزګان ، زابل ، فراه ، فارياب ، بلخ ، کندز او دهلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي . دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې ددرندووسلو يوه اندازه مهمات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي . ختم- عطاالله –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته