امنیت

٧ ډار اچوونکي په زابل کې ووژل شول .

کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
٧ ډار اچوونکي په زابل کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
دکورنيوچارو وزارت دمطبوعاتي دفترسرپرست  نصرت رحيمي باختراژانس ته وويل: ډار اچوونکو تېره شپه  دزابل په ارغنداب  او شاه جوي کې له امنيتي ځواکونوسره جګړه  وکړه چې په پايله کې  ٧ ډار اچوونکي ووژل شول او اووه نور يې  ټپيان شول
  ددغې نښتې په پاى کې  دتروريستانو وسلې اومهمات دپوليسو دځواکونولاس ته ورغلي دي .
   ختم_  شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته