کابل باختر د ثور پنځمه :
دهېواد په بېلابېلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې پرون ٦٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٦ تنه نور يې ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل دغه عمليات د خلکو دسراو مال دساتنې او دډار اچوونکو د ځپلو په موخه دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي دي .
دغه عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار ، کونړ ، لغمان ، کاپيسا ، خوست ، لوګر ، پکتيا ، قندهار ، زابل ، روزګان ، هرات ، بلخ ، کندز ،بغلان او دهلمند په ولايتونوکې ترسره شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ