امنیت

٧٦ تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
٧٦ تنه  دهيواد په بيلابيلوسيمو کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور دملي پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شول .
دغه ټکى  له نشه يي توکو او جرمونوسره دمبارزې دعدلي او قضايي مرکز په اعلاميه کې بيان شوى دى .
  په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي دي په څو تيرو ورځو کې هم ٧٦ تنه دملي پوليسو له خوا دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دنشه يي توکو او دالکولي مشروباتو دقاچاقو په تور نيول شوي دي .
له دغو کسانو څخه څه دپاسه ٤١٤ کيلوګرامه هيروئين شپږ ټنه مورفين ، څه دپاسه پنځه ټنه اپين او نږدې٨٦٠ ليتره الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي .
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه قاچاق وړونکي دافغانستان په بيلابيلو ولايتونوکې نيول شوي دي
ديادونې وړ ده چې دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې په وزارت کې مسوولينو په هيواد کې ددغو توکو دقاچاقو دزياتوالي خبر ورکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته