٥٨ تنه ډار اچوونکي دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ووژل شول .
کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه :
دملي دفاع وزارت دهېواد د دفاعي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې د ٥٨ تنو ډار اچوونکو دوژلو خبرورکوي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه وزارت نن ديوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي دي چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دافغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بېلابېلو سيمو دخلکو دسراومال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل . چې په نتيجه کې ٥٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول درې ديرش ټپيان او دوه تنه مشکوک کسان ونيول شول .
دغه عمليات دننګرهار ، کونړ ، غزني ، پکتيا ، قندهار ، بادغيس ، هرات ، فارياب ، بغلان ، او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شوي و .
ختم_ ج _ اکرم