امنیت

٥٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٨
د دولت دوه پنځوس تنه وسله وال مخالفين دامنيتي ځواکونو له خوا دهيواد په شپاړلسو ولايتونو کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، پکتيا ،پکتيکا، غزنى،روزګان ،قندهار ،زابل ،فراه ،هرات ،غور ،بغلان،بلخ ،جوزجان،فارياب ،کندز او دهلمند په ولايتونو کې ترسره کړل چې په نتيجه کې دالقاعده دشبکې ديوتن اکمالوونکې او دبادغيس ولايت لپاره د طالبانو دپوځي کميسيون درييس په ګډون ٥٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول ٤٤ تنه ټپيان او ٣ تنه يې ونيول شول.
د دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات چې دهوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ ترسره شوې د روزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول د هغوى يوه اندازه وسلې او مهمات ويجاړ شول، دلوګر ولايت دمرکز په مربوطاتوکې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نهه تنه نوريې ټپيان شول . دغور ولايت دپسابند ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپږ تنه ډار اچوونکى ووژل شول او څلور تنه ټپيان شول او دهرات ولايت درباط سنګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بادغيس ولايت لپاره د طالبانو دپوځي کميسيون رييس شاه عالم وژل شوى دى. .
دغه راز دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عمليات کې اته تنه ډار اچونکى ووژل شول .
او دولس تنه يې ټپيان شول، دننګرهار ولايت دغني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دلښکراسلام په شبکې پورې اړوند څلور تنه ډار اچوونکى ووژل شول ، دوه تنه ټپيان او دوه تنه نوريې ونيول شول ، دپکتيا ولايت د زرملى ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٧ تنه ډار اچوونکى ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول او دپکتيکا ولايت دبرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دعبدالله په نامه دالقاعده شبکې اکمالونکۍ وژل شوى دى .
په همدې ترتيب دبغلان ولايت د ډنډ غوري په ساحه او دهلمند ولايت د ګرشک او دنهر سراج دولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په نتيجه کې ٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوولس تنه ټپيان شول او يو تن يې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته