امنیت

٤٧ تنه ملکي وګړي په تيرو پنځو مياشتو کې په پروان کې وژل شوي دي .

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
په تيرو پنځو مياشتو کې دپروان ولايت امنيتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي .
چې ددغه ولايت په مربوطاتو کې د دريو ځانمرګو بريدونو او د ١٣٦ ماينونو دچاودنو مخه ونيسي .
دغه ټکى دپروان ولايت دهمغږى دمرکز قوماندان ډګروال الوزي احمدى نن دسکتورونو د رپوټ ورکولو په غونډه کې څرګنده کړ.
په پروان کې دهمغږى دمرکز قوماندان الوزي احمدي وايي د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې دوى ددغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې ٨٦ پلان شوې عمليات ترسره کړي دي.
ښاغلى الوزى وايي ددغو عملياتو په بهير کې يو زرو يو ديرش مورده کمينونه نيول شوي دي.
لس زره ګزمې، دپلټنې ١٦٠٠ پوستې جوړې او دغه راز په دې بريالى شوي دي د دريو ځانمرګو بريدونو مخه ونيسي او د ياغي طالبانو له خوا د ١٣٦ ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړي او دهغوى پلانونه شنډ کړي.
دهمغږۍ دمرکز قوماندان دغه راز دياغى طالبانو له خوا په پروان کې د دريو ځانمرګو بريدونو دترسره کولو د دريو تروريستي ډلو دغړو دوژلو ، ټپي کولو او نيولو ، د٦٣ ميلو ډول ډول وسلو دترلاسه کولو او د يوويشتو کيلوګرامو نشه يي توکو دکشفولو خبر ورکړ .
د پروان ولايت دغه امنيتي مقام تاييدوى چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې ٢٥ تنه وسله وال طالبان په بيلابيلو پيښو کې وژل شوي ، ١٧ تنه ټپيان او دغه راز يوولس تنه امنيتي ځواکونه شهيدان او ٣٠ تنه ټپيان شوي دي .
ده د ٤٧ تنو ملکي وګړو دوژل کيدو او د ١٢٧ تنو د ټپي کيدو يادونه هم وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته