امنیت

٤٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

-کابل  باختر دزمري  پنځلسمه :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ٤٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي .
په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې  ملي ، دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بيلابيلو سيموکې د ډار اچوونکو دځپلو په موخه ګډ چاڼيز اويرغليز عمليات ترسره کړل  چې له امله يې ٤٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١١ تنه نور ټپيان شول .
  دغه عمليات دننګرهار ، کاپيسا ، پکتيا ، پکتيکا ، لوګر ، خوست ، غزني ، ميدان وردګو ، روزګان ، قندهار ، بادغيس ، بغلان ، فارياب ، بدخشان ، کندز  او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دروزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې ١٥ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي . او دغزني ولايت دقره باغ ، اب بند اومقر په ولسواليو کې اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان  شوي دي .
دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې اووه تنه تروريست طالبان وژل شوي او دفارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دغه راز دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ددغو عملياتو له امله درې تنه تروريست طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي .
دکونړ ولايت په چپه درې ولسوالۍ کې دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي اويو بل  ټپي شوى دى او دميدان وردګو ولايت په کوټه عشرو ساحه کې دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او يو تن بل ټپي شوى دى .
  دغه رازد  ملي دفاع وزارت وايي   په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  دهېواد په څوارلسو ولايتونوکې ٢٠ چاڼيز عمليات ، ٢٦ ځانګړي  عمليات او دوه شپني  عمليات ترسره شوي دي او دملي اردو دځواکونو په ملاتړ ٨٩  هوايي عمليات ترسره شول او ددښمن په ځالولس ځپنده ګوزارونه شوي دي .
ختم_ عطامحمد _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته