کابل باختر د زمري ديارلسمه :
٤٠ تنه وسله وال طالبان تيره شپه او نن سهار دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې ووژل شول .
دهلمند دوالي وياند محمد عمر ځواک باختراژانس ته وويل چې څلور تنه ځانمرګي يرغلګر نن سهار دګرشک ولسوالۍ دصرافانو په بازار کې له امنيتي ځواکونوسره نښته وکړه چې له امله يې ټول يرغلګر ووژل شول .
دغه راز تيره شپه وسله والو طالبانو دګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې دامنيتي ځواکونو په کمربند بريد وکړ چې دامنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول .
دهلمنددوالي وياند محمد عمر ځواک وويل چې په دې پيښه کې ٣٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول
ځواک زياته کړه چې ډار اچوونکو غوښتل په چاوديدونکو توکو بارله يو ټانک څخه په استفادې سره دګرشک ولسوالۍ په ادم خان سيمه کې په امنيتي پوستو بريد وکړي چې هدف ته له رسيدو مخکې دافغان پوځيانو له خوا کشف او شنډ کړى شو .
ده زياته کړه چې په دغو پيښو کې پوځيانو ته هم د سرزيانونه اوښتي دي چې دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى .
0 1 دقیقه لوستل