روغتیا

٣٧ تنه ډاکتران د تخصص دبشپړولو په پروګرام کې شامل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
دعامې روغتيا وزارت ٣٧ تنو ډاکترانو ته دتخصص دبشپړولو زمينه برابره کړه.
دعامې روغتيا وزارت دخپرونو رييس محمد اسماعيل کاووسي نن دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ : دغو ډاکترانو په کادري روغتونونو کې د ډاکترانو دتخصص دبشپړولو لپاره دشموليت د آزموينې له لارې ونه وکړاى شول ، لاره پيدا کړي او ځينو هغو ډاکترانو د ازموينې له لارې لاره پيدا کړه چې لوړې نمرې يې اخستې وې.
کاوسي زياته کړه : دعامې روغتيا وزارت ٣٧ ډاکترانو ته دهغوى دغوښتن ليکونو له مخې دکابل ، بلخ او ننګرهار په روغتونونو کې زمينه برابره کړه ، چې هغوى له مالي امتياز پرته دتخصص دبشپړولو په پروګرام کې شامل شي.
کاوسي وويل: دعامې روغتيا وزارت دتخصصي روغتونونو دتشکيل له مخې په هر کال کې دتخصص په بشپړولو پروګرام کې ډاکتران جذبوي او د اضافي بست دنشتوالى له امله ٣٧ ډاکترانو ته دمعاش او نورو مالي امتيازونو له ورکولو پرته په دغو روغتونونو کې دهغوى په څانګو کې دتخصص دبشپړولو لپاره زمينه برابره کړه او هغوى به دنورو ډاکترانو په شان د دوو کلونو لپاره دتخصص دبشپړولو پړاو ترسره کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته