کابل باختر د ثور څلورمه :
٣٧ تنه ځوانان پرون د انګليسي ژبې د زده کړې له کورس څخه چې د لوګر ولايت د ځوانانو چارو د امريت له خوا جوړ شوى و فارغ شول .
د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ريېس محمد شفيق پوپل د باختراژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې، د انګليسي ژبې دغه اته مياشتنى کورس د رضاکار ځوان رحمت الله ګرديز خېل له خوا جوړ شوى وو چې لسګونه ځوانانو په کې زده کړې وکړې.
ده زياته کړه د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون برخليک ټاکوونکى دى او لازمه ده چې ټول په ژور فکر سره غوره او د زده کړې خاوند اشخاص وټاکو څو ځوانانو ته کار وکړي . ختم_ ج _اکرم