٣٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
کابل -باختر دثور پنځلسمه :
٣٧ تنه وسله وال طالبان له افغان امنيتي ځواکو نو سره په پو ځي عمليا تو کې ووژل شول .
د کورنيو چارو و زارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګر هار ،بغلان ،غزني ،خوست اود هلمند د ولايتو نو په مربو طاتو کې يولړ چاڼيز عمليات تر سره کړل چې له ا مله يې ٣٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل، ددغو عملياتو په بهير کې ٦ تنه وسله وال طالبان ټپيان او ٩ تنه نور ونيول شول.
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې د وسايطو ضد ٢٢ ماينونه ، دپرسونل ضد ٣٤ ماينونه ،٧ کلاشينکوفونه ، ٤ ميله پيکا، ٥ ايکم مخابرې اودسپکو اودرندو وسلو يوه اندازه مهمات اونور پوځي تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکو نو لاس ته ورغلي دي .