امنیت

٣٤ تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
٣٤ تنه داعشيان دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي دشفق سيلاب دګډو عملياتو په بهير کې پرون دهوايي بريدونو له امله دهسکې مينې ولسوالۍ دهارون بابا په سيمو کې ٣١ تنه داعشيان او درې تنه نور دنازيانو ولسوالۍ دباره خيلو په ساحه کې ووژل شول دغه عمليات د ٢٠١ سيلاب قول اردو دځواکونو په مشرى درې ورځې مخکې دننګرهار ولايت دهسکې مينې او داچين دولسواليو په مربوطاتو کې پيل شوي دي تراوسه پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته