کابل/ د مرغومي٥مه / باختر
٣٣ وسله وال طالبان هلمند کې په نويو جګړو کې ووژل شول او ١٣ نورټپيان شول .
دغه جګړې تيره شپه په ناوې ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.
د هېواد په لويديځ کې دميوند قول اردو د رسنيو دفترد يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي؛ په يادو نښتو کې ٣٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شول.
خبرپاڼه زياتوي د جګړو په وخت کې پر وسله والو طالبانو له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
د جګړو په پاى کې د وسله والو طالبانو په لسګونو سپک او درانده جنګې وسايل د پوځيانو لاسته ورغلل.
د يوبل خبرله مخې: پوځيانو دهلمند ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه د ١٦ ميانونو په کشفولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ