امنیت

٣٣تنه ډاراچوونکي ووژل شول.

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ٢٠ مه
دملي اردو ځواکونو پرون دهيواد په لسو ولايتونو کې دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٣٣ تنه ډاراچوونکي ووژل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، ګونړ ، پکتيکا ، قندهار ،روزګان ،بغلان ،بلخ ،جوزجان ،کندز،او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل .چې په نتيجه کې يې ديو تن سيمه ييز قوماندان په ګدون ٣٣ تنه ډاراچوونکي ووژل شول او يو تن بل يې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته