امنیت

٣٠ تنه ډار اچوونکي دهېواد په ځينو سيموکې ووژل شول .

-کابل باختر د وږي  اتمه :
دملي دفاع وزارت دهېواد په ځينو سيمو کې له امنيتي ځواکونوسره دجګړو په بهير کې د ٣٠ تنو ډار اچوونکو دوژل کيدو خبرورکړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په تيرو ٢٤ ساعتو کې دفاعي او امنيتي ځواکونو دخلکو دسراو مال دساتنې اود ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دهېواد په بيلابيلو سيموکې ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د ډار اچوونکو ديوه  قوماندان په ګډون ٣٠ تنه ډار اچوونکي  ووژل شول او پنځلس تنه ټپيان شول او اته تنه نور دتروريستي  فعاليتونو ترسره کولو په تور ونيول شول .
دغه عمليات چې دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ  دغزني ، پکتيا ، قندهار ، زابل ،  تخار ،بغلان ،  کندز ، سرپل ، جوزجان ،  او دهلمند دولايتونو په  مربوطاتو کې ترسره شول . دهلمند ولايت دګرمسير  او نادعلي دولسواليو په مربوطاتو کې ١٦ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول .
دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ دولسوالۍ  په مربوطاتو کې د ډار اچوونکو د قوماندان زين الله په ګډون  پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دغه راز دغزني ولايت دواغظ او اندړو په ولسواليو  دپکتيا ولايت دزرملې او دزابل ولايت دشملزو دولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردو او دملي پوليسو  دځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتوپه بهير کې  پنځه تنه جګړه مار طالبان ووژل شول ١٣ تنه ټپيان او اته تنه نور ونيول شول .
ديوبل خبرله مخې  :دهغو عملياتو په بهير کې  چې دهېواد په ځينوسيموکې دکورنيو اوبهرنيو  ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول  دملي اردو ٧ تنه  منسوبين شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته