امنیت

٣٠٠ تنه ساتنمنان دميدان وردګو له روزنيز مرکز څخه فارغ شول.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٠
درې سوه تنه ساتنمنان له شپږ مياشتې زده کړې وروسته دميدان وردګو دملي پوليسو له روزنيز مرکز څخه فارغ شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دفراغت په مراسمو کې دکورنيو چارو وزارت دښوونې او روزنې قوماندان پاسوال الهام الدين وردګ فارغانو ته دمبارکۍ په ترڅ کې چې دساتنمنې په رتبه فارغ شوي دي وويل : روزل شوي ملي پوليس دنده لري چې نه يواځې دخپلو دندو په اجرا کولو په بهير کې له قومي ،نژادي ،ژبنيو ،سمتي او مذهبي تعصباتو څخه ډ ډه وکړي بلکې له هر راز تبعيض سره په جدي ډول مبارزه وکړي .
ده له فارغانو څخه وغوښتل چې په ښه چلند او قانوني عمل سره دخلکو دباور او همکارۍ جلب کړي او خپله دنده په صادقانه ډول ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته