خبرونهامنیت

٢٨ طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
٢٨ وسله وال طالبان قندهار کې په نويو جګړو کې ووژل شول او ١٠ نور ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه په ډنډ ، ژيړۍ ، پنجوايي او شاولي کوټ ولسواليو کې د افغان ځواکونو پرامنيتي پوستو او د پوځيانو په کاروانونو له بريدونو وروسته رامنځته شوې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو قوماندانۍ خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په يادو جګړو کې د شپږو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ٢٨ وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه قول اردو وايي د افغان ځواکونو پرامنيتي پوستو د وسله والو طالبانو د بريد په وخت کې پرطالبانو له هوا او ځمکې بريدونه وشول.
د دغو جګړو په پاى کې د وسله والو طالبانو موټرسايکلونه او جنګي وسايل د پوځيانو لاسته ورغلل.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې، پوځيانو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د١٤ ماينونو په کشفولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته