کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دهېواد ملي ، دفاعي او امنيتي ځواکونو دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه ګډ چانيز او تعرضي عمليات دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره کړل چې له امله يې ٢٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول ١٧ تنه ټپيان او درې تنه نور ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، کاپيسا ، پکتيا ، پکتيکا ، خوست ، لوګر ، غزني ، قندهار ، روزګان ، فراه ، کندز، فارياب ، بلخ ، تخار او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ