کابلباخترد وري٢٩
پنځه ويشت شرکتو نه د افغانستان دسرو زرو او مسو په کانونو کې د پانګي اچونې په خاطر له څيړنې وروسته نن مشخص شول
باختر اژانس ته د کانونو وزارت درسنيو دفتر د معلوماتو له مخې دغزني دزرکشان دسرو زرو او مسو ، د بد خشان دسروزرو په کان ، د هرات دشيدا د مسو په کان اود بلخاب د مسو په کان د پانګي اچو نې لپاره له ٤١ مينه والو شرکتو نو څخه پنځه ويشت بهرنې شرکتو نه د کا نونو په برخه کې د وزيرا نو د مو ظفي کميټې له څيړنې او تاييد وروسته د پانګي اچو نې لپاره په شرايطو برا بر وپيژندل شول
د کا نونو وزير وحيد الله شهرا ني ددغو زيات شمير شرکتو نو ليوالتيا په افغا نستان کې د پرله پسي اقتصادي پرمختيا لپاره د نړيوالې پا نګي اچو نې ښه څر ګندوي بو لى او هيله کوى چې دغه بهير د نورو پروژو په شان په برياليتوب سره بشپړ شي او ددغو زيرمو درا ايستلو بهير پيل شي
د کا نو نو وزير څرګنده کړه : دغه کا نو نه د١٣٩٠ کال د ليندى د مياشتې په ١٥ نيټه د کا نو نو وزارت دپنځه کلن کاري پلان له مخې په لندن ښار کې په يوه کنفرانس کې په کا نونو کې دسترو پانګي اچونکو په غونډه کې له معرفي کولو وروسته داوطلبى ته وړا ندې شول او له هغى ورځې څخه د١٣٩٠ کال دکب د مياشتې ترشلمې نيټې پورې د زما نې جدول له مخې دعلاقمندې دڅرګندولو لپاره ټا کلي وخت مشخص کړاي شوى و چې په نتيجه کې د هندوستان ، د امريکا د متحده ايالاتو ، کاناډا، بريتانيا ، متحده عربي اماراتو ، ترکيې ، استراليا ، کا نې ٤١ کمپنيو او يوې افغا نۍ کمپنۍ په دغو کا نونوکې د پانګي اچولو غوشتونکى و او اوس له دې جملي څخه په شرايطو برابر ى ٢٥ کمپنې پانګي اچو نې ته تثبيتې شوي او ټا کل شوې ده په شرايطو برا بري کمپنۍ دروان کال دثور په مياشت کې دغه کا نو نه و ګوري اود چنګاښ په مياشت کې د پا نګي اچو نې لپاره خپل مفصل پيشنهادونه او پروپوزلو نه وړا ندې کړې او له دې وروسته د کا نو نو وزارت اود کانونو په چاروکې مو ظف دوزيرانو کميسيون دټا کل شويو تخنيکي او اقتصادي معيارو نو په پام کې نيولو سره هغه وڅيړې