امنیت

٢٣ تنو داعشيانواو د١٣ تنو بهرنيو اتباع په ګډون ٤٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٣ :
د هېواد په  بيلابيلو سيموکې په  تيرو ٢٤ ساعتو کې څه ناڅه ٤٠   تنه ډار
اچوونکي وژل شوي دي .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ددغه ټکي په  تائيدولوسره ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د هوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار ولايت داچين  او دشينوارو دولسواليو ، زابل ولايت دشملزو، د فارياب  ولايت دخواجه سبزپوش او دقندهارولايت دشاولي کوټ دولسواليو اودپکتيکا،ميدان وردګو،بادغيس ، غور ، فراه ، سرپل ، نيمروز، هرات ، بغلان اودکندز دولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز او يرغليز عمليات ترسره کړل  چې له امله يې دداعش په ډلې پورې اړوند د  ٢٣ تنو په ګډون  چې ديارلس تنه بهرني اتباع  او دخالد په نامه  دوسله والو طالبانو  د ډلې يو قوماندان  هم پکې  دى  څه  ناڅه ٤٠ تنه ډار  اچوونکي ووژل شول .
په دغو عملياتو کې دغه راز د يوه  ماين  جوړونکي تروريست  او د وسله والو طالبانو دډلې  د تش په نامه سلاکار په  ګډون لس تنه ډار اچوونکي د ننګرهار ولايت په مربوطاتو کې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته