امنیت

٢٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دوه ويشت تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
دفارياب ولايت يوه سيمه ييز پوليس دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دوه ورځې مخکې دوسله والو طالبانو له شتون څخه د قيصار ولسوالۍ دپاکولو په مقصد دسيمه ييزو پوليسو او دوګړنيو پاڅون کوونکو په شمول دافغان امنيتي ځواکونو په ګډون پيل شوي دي .
ده زياته کړه تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهير کې ٢٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، ديو شمير وژل شويو طالبانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته