٢٢٠ کيلوګرامه اپين کشف شول
کابل باختردلړم دمياشتې ١ :
دکورنيو چارو وزارت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دمعينيت پوليسو پرون
په بدخشان ولايت کې ددوه سوه شلو کيلوګرامو اپينو په کشفولو بريالي شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه توکي چې دقاچاق وړونکوله خوا په يو کرولا موټر کې ځاى په ځاى شوي و او کابل ته ليږدول کيدل دبدخشان ولايت دکشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول.
دقضيې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي .