امنیت

٢١ تنه داعشيان په اچين کې ووژل شول.

کابل – باختر د د غبرګولي دمياشتې ٢٦
په ننګرهار ولايت کې د داعش په سنګرونو دملي اردو دهوايي ځواکونو دبريد له امله ددغې ترورستي ډلې ٢١ تنه غړي ووژل شول.
دغه عمليات پرون دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې ترسره شول.
امنيتي خبرځايونو تاييد کړى دىچې په دې بريد کې ٢١ تنه داعشيان وژل شوي دي .
دغه راز دپکتيکا ولايت دبرملى ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو د ځواکونو په هوايي بريد کې دالقاعده د ډلې درې تنه غړي ووژل شول دغه راز دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالى په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دهوايي بريد له امله اووه تنه تروريست طالبان ووژل شول.او اته تنه نور ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې د دښمن دوه سراچه موټرونه دوه موټر سايکلونه او يوه اندازه وسلې ويجاړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته