کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت نن په تېرو٢٤ ساعتو کې د کرونا ويروس د ٢١٣ نويوپېښود ثبتولوخبرپه داسې حال کې ورکړ چې ١٨تنه نور په هېواد کې د دغې ناروغى له امله مړه شول.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د کرونا ويروس د ٢١٣ نويو پېښوپه ثبتولوسره په هېواد کې په دغه ويروس د اخته کسانو شمېر٤٨٧٥٣ تنوته ورسېد.
دغه راز په تېرو٢٤ ساعتوکې د ١٨ تنو په مړينې سره د کرونا ويروس د قربانيانوشمېر ١٩٣٩ تنوته ورسېد او د روغو شويوکسانوشمېر ٣٨٢٢١ تنوته رسېدلى دى.
دغه راز د کابينې د نويو پريکړې له مخې له دې وروسته د حکومت مشرتابه په اوونۍ کې دوه ورځې د يکشنبې اوچارشنبې په ورځو کې به د کرونا د پراختيا د مخنيوي په اړه د عامې روغتيا له وزارت او د مسوولو بنسټونوسره د تصميم نيونې غونډې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ويروس د واکسين په اړه هيله مندکوونکى خبرونه خپرېږي.
ختم_ج