امنیت

٢٠ تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل باختر دتلي شلمه دداعش دډلې ٢٠ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول . په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دختيځ ولايت دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي . دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ٢٠ تنه داعشيان ووژل شول . ده وويل په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت دپچير اګام ، نازيانواو کوت دولسواليو په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو بريدونه شوي دي درارسيدلوخبرونوله مخې ، په دې هوايي او ځمکنيو بريدونو کې دهغوى څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه ٨ ماينونه کشف او شنډ کړل . ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته