امنیت

١٦ تنه په ننګرهار کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

-کابل / دزمري ٨مه / باختر:
١٦ تنه په ننګرهار ولايت کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول
دغه کسان د وروستيو  ٢٤ ساعتو په بهير کې له جلال ابادښار اود ننګرهار له يوشمېر ولسواليو  څخه د عملياتو او د موټرو  د پلټنې په وخت کې ونيول شول
د ننګرهارد امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي،  چې  په دغوکسانو د غلا، شوکمارى، وژنې، او د نشه يي توکو د پلورنې او قاچاقو تور لګول شوى دى
پوليس وايي چې  د دغوکسانو دوسيې به ډير ژر عدلي اوقضايي بنسټونو ته ولېږل شي .
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته