امنیت

١٥ تنه طالبان په لوګر کې ووژل شول .

کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
وسله والو طالبانو تيره شپه دلوګر ولايت دازرې  په ولسوالۍ کې  په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې تراوسه پورې پنځلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
  دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور  احمدزي باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت په ازرې ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو په يوشمير  پوستو بريدونه وکړل چې دافغان پوځيانو له تندغبرګون سره مخامخ شول .
ده زياته کړه چې په دغو جګړو کې تراوسه پورې  ١٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي .
احمدزي وويل چې په دغو بريدونوکې درې تنه پوليسان شهيدان شوي اوڅلور تنه نور ټپيان شوي دي .
احمدزي زياته کړه چې کومکي ځواکونه دازرې ولسوالۍ ته استول   شوي  دي او دوسله والو طالبانو او دافغان پوځيانو ترمنځ نښتې لاتراوسه پورې هم  دوام لري .
   دسيمې ځينې اوسيدونکي وايي چې دازرې  په ولسوالۍ کې دنښتو او دبمباريو له امله وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى اويوشمير ملکي وګړي هم شهيدان شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته