امنیت

١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختردلړم شپږمه :
١٤ تنه  وسله وال طالبان پرون دامنيتي  ځواکونو اوطالبانو ترمنځ جګره کې ووژل شول .
دملي اردودلومړۍ پلې لوا وياند جګړن محمد رضارضايي باختر آژانس  ته وويل : دغه جګړه دآبګرمک ، الکوزي اودچينايي کمپ په ګډون دغورماچ  ولسوالۍ په آزادوشويو ساحوکې هغه وخت ونښته چې امنيتي ځواکونه په ګزمې بوخت و .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دافغان هوايي پوځ په ملاتړ دامنيتي ځواکونو ددرندواو سپکووسلو په ډزو سره ١٤ تنه  وسله وال طالبان  ووژل شول او نهه  تنه  نورټپيان شول .
دغه رازدطالبانو له خوادرې ښخ کړى  شوي ماينونه هم دپوليسو له خواکشف اوشنډ کړى شوي دي .
خبرځاى  زياته کړه چې په دې نښته کې امينتي ځواکونو اوملکي وګړوته زيان نه دى او ښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته