امنیت

١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
امنيتي ځواکونو دهيواد په بيلابيلو سيموکې پرون  د امنيتي فعاليتونوپه بهيرکې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. امنيتي ځواکونو دلغمان ، ننګرهار ، پروان ،  بغلان ، ميدان وردګو ،لوګر ، غزني ، خوست او دپکتيکا دولايتونو په مربوطاتو کې يولړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ددغې ډلې دوه تنه غړي دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو فعاليتونوکې  يوه اندازه وسلې او مهمات هم دامنيتي  ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دننګرهار، قندهار ، خوست او دپکتيکا دولايتونوپه مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو له خوا يوولس نوي ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته