کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
١٤ ډار اچوونکي په ننګرهار کې دپوځيانو په برېدونوکې ووژل شول .
په دغو کسانو تېره شپه او نن سهار دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي او ځمکني برېدونه وشول او ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوجکپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دغو برېدونوکې ١٤ طالبان او داعشيان ووژل شول .
هغه وويل: دغه ډار اچوونکي دننګرهار په ځينو سيمو کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې پرې برېدونه وشول .
په دې برېدونوکې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دننګرهار پوليسو له ګڼ مېشتو لارو څخه داوو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنومخه ونيوله .
وسله وال طالبان ددغو ماينونو دشخولو عاملين بلل شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم