کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دولس تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره دجګړې په بهير کې ووژل شول .
دفارياب دوالي وياند باختراژانس ته وويل: دغه جګړه تيره شپه دفارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې ونښته چې له امله يې د وسله والو طالبانو ديو مشهور قوماندان په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې، دفارياب پوليسو درې ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا ددغه ولايت دقيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړى شوي و کشف اوشنډ کړل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ