کابل باختر د وږي شلمه :
دولس تنه وسله وال طالبان پرون په لوګر ولايت کې دافغان امنيتي ځواکونو دعملياتو له امله ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول
دلوګر ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته خبرورکړ: دغه عمليات دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند دبابوس او دوشنبې په سيمو کې دافغان ګډو ځواکونو له خوا ترسره شوي و چې اووه تنه وسله وال طالبان ددوشنبې په سيمه کې ووژل شول او درې تنه نور طالبان ټپيان شول او پنځه تنه نور طالبان دبابوس په سيمه کې ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې :دوسله والو طالبانو يو سراچه موټر، دوه موټرسايکلونه ،يوه پيکا ، يو توغندى ويشتونکى او درې کلاشينکوفونه هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ويل کيږي په دغو عمليات کې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
1 1 دقیقه لوستل