١٠٧ تنه لوبغاړي په هرات کې لوبه کوي
کابل باختر دوږي دمياشتې ٧ :
څلرويشتو تنو لوبغاړو په لومړي پړاو کې په هرات کې دکيک بوکس په سياليو لاس پورې کړ .
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا نن دباخترآژانس خبريال ته وويل : دکيک بوکس ديوې ورځې لپاره په هرات کې پيل شوې دي چې په هغو کې دهرات ښار له شپيتو کلپونو څخه يوسلو اوو تنو لوبغاړلو ګډون کړى دى.
ده وويل : په دغو سياليو کې لوبغاړو په څوارلسو ټيمونو کې په اتو وزني کټګوريو کې لوبې وکړې او په پاى کې څلرويشتو غوره لوبغاړو ددغو سياليو په سرکې ځاى ونيوه .