کابل باختر د کب دمياشتې ٦ :
د ٢٠١ سيلاب قول اردو منسوبينو دعملياتو په بهيرکې يو تن ډار اچوونکى ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات دکاپيساولايت دتګاب ولسوالۍ په جنوب اوشمال کې پيل شوي چې له امله يې دشايسته ګل په نامه يوتن ډاراچوونکى چې د کابل ولايت دسروبي ولسوالۍ د اوزبين درې اوسيدونکى دى ، ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ