امنیت

يو ډار اچوونکى ووژل شو او شپږ تنه نور ونيول شول

کابل باختر د وري پنځمه :
په هلمند ولايت کې د پوليسو د خاصو قوتونو په عمليات کې يو ډار اچوونکى ووژل شو او شپږ تنه نور ډاراچوونکي ونيول شول.
دهلمند د والي ويندوى عمر ځواک دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات تېره شپه د پوليسو د خاصوقوتونو له خوا دګرمسير ولسوالۍ په دورزي سيمه کې له هغه وروسته ترسره شول چې ډار اچوونکو دکمين په ترڅ کې دوه تنه پوليسان شهيدان کړل .
خبرځاى زياته کړه: په هغې جګړه کې چې د پوليسو او ډار اچوونکوترمنځ ونښته يو ډار اچوونکى ووژل شو او شپږ تنه نور ډاراچوونکي ونيول شول.
ځواک وويل: يو ډار اچوونکى په ښځينه جامو سره نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته