يو ډاراچوونکى په کابل کې ونيول شو
کابل / د چنګاښ٦ مه / باختر
پوليسو نن يو ډاراچوونکى د کابل ښار له ٨ مې ناحيې څخه ونيوه چې په ښاري بسونو کې د بمونو په ايښودلو تورن دى.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د باخترآژانس خبريال ته وويل: د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو يو تروريست چې په ښاري بسونو کې د بمونو په ايښودلو تورن دى ، د کابل ښار په اتمه ناحيه کې د يومقناطيسي ماين د لېږدولو په وخت کې ونيوه.
له نيول شوي کس څخه ٢مقناطيسي ماينونه چې په مبايلونو سره عيار شوي و هم ترلاسه شوي دي .
\ ذ