يو چينايی شرکت د باغ‌درې برېښنا بند پر رغولو پانګونه کوي

کابل، د غويي ۷مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د «یلو ریور- پاور چینا» شرکت له رئيس سره په کتنه کې، د باغ‌درې برېښنا بند د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ياد شرکت رئيس ويلي چې، چمتو دی د کاپیسا د باغ‌درې برېښنا بند پر رغولو پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هم، د يادې پروژې ارزښت ته په اشارې سره، د پانګونې د لومړنیو چارو پر چټکتیا او د عملي چارو پر ژر پيل ټینګار کړی دی.
هغه، دغه راز د ياد شرکت رئيس ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته