کابل باختر دغبرګولي شلمه :
يو څلويښت تنه وسله وال طالبان پرون په کونړ ولايت کې دسولې له پروګرام سره يوځاى شول .
دغه کسان چې دکونړ ولايت دبيلابيلو ولسواليو اوسيدونکي دي له وسلو سره يې دسولې له پروګرام سره يوځاى شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيل دباختراژانس خبريال ته وويل: دغو کسانو په دوو ډلو کې چې دحزب اسلامي او دوسله والو طالبانو دډلې غړي دي له جګړې او دښمنۍ څخه لاس واخيست او دسولې له پروګرام سره يوځاى شول .
دکونړ والي وحيد الله کليمزي دسولې له پروګرام سره له يوځاى شويو کسانو څخه وغوښتل چې دسولې په تامينولو او دعمراني پروژو په بيا جوړولو کې له دولت سره همکاري وکړي او دوى هڅه او هاند کوي چې دوى ته دکار او دعادي ژوندانه زمينه برابره کړي .