کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
په خوست ولايت کې دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکز يو څارنوال د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
دخوست ولايت دامنيې قوماندانۍ د آمنيت آمر سمونوال محمد يعقوب باختر
آژانس ته وويل : په څارنوال وحيدالله دخوست ښار په کوندي سيمه کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا بريد وشو.
ده زياته کړه : په دې بريد کې څارنوال وحيد الله ووژل شو او يو تن بل چې په موټر کې له ده سره ملګرى و ، سخت ټپي شوى دى .
د امنيت آمر وويل : يرغلګر له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوى او تر اوسه پورې د دغې وژنې انګيزه نه ده معلومه .
پوليسو په دې اړوند خپلې پلټنې پيل کړي دي.
0 1 دقیقه لوستل