کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
ناپيژاندو وسله والو کسانو په کاپيسا ولايت کې يو ١٨ کلن هلک وواژه .
دکاپيسا ولايت دامنيه قوماندان وياند محمد ايوب شينواري دباختراژانس خبريال ته وويل چې احمد فواد نن سهار دکوهستان ددويمې برخې ولسوالۍ دکاريزونو په کلي کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دکلاشينکوف په ډزو سره ووژل شو .
شينواري زياته کړه وژونکى له ساحې څخه تښتيدلى دى حکومت او پوليس يې په تعقيب کې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ